کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند اروزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د غم شریکۍ ترڅنګ له زیانمنو سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
هغه ټینګار وکړ: دولتي چارواکي مکلف دي چې د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
اقتصادي مرستیال اروزګان ولایت ته په داسې حال کې سفر وکړ، چې په دغه ولایت کې وروستیو سیلابونو ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه شوي او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له وروستيو اورښتونو او سېلابونو وروسته د دولت وزارت او امنيتي ادارو له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې مداخله وکړه او په سېلابونو کې راوتلي ډېر وګړي يې وژغورل.
د پیغام پای/
Your Comment